
د امریکا نیوز ټریبیون خپرونې لیکلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې له ABC خبری چینل سره په خبرو کې د ایران د وضعیت په اړه ادعا وکړه چې حالات زمونږ په کنټرول کې دي. هره لاره چې وي، مونږ به بریالي کېږو. پوهېږئ ولې؟ ځکه زه تل ګټونکی یم!
خو په همدې وخت کې چې امریکا او ایران ترمینځ د شوي اوسني ماتیدونکی اوربند د ساتلو لپاره هڅې کیږي او د اوږدمهاله سولې د شرطونو پر سر دواړه لوري له یو بل سره ټکر لري، هېڅ روښانه نه ده چې ټرمپ به په هغه قمار یا جوارئ کې چې د ایران پر ضد ئې په جنګ سره پیل کړې، خپلې ادعا شوې بریا ته ورسېږي.
پر دې سربېره ، واشنګټن په خپل پټ هدف، یعنې په ایران کې د نظام د بدلون په تپلو کې هم ناکام شوی؛ داسې هېواد، چې نوي مشران ئې تر پخوا لا ډېر مقاوم او زغم لرونکي ښکاري.
د ټرمپ د خپلې خوښې جنګ، چې په امریکا کې هم محبوبیت نه لري، د واشنګټن اړیکې ئې له خپلو متحدینو سره لا ډېرې خرابې کړې دي، د تېلو بَیې ئې لوړې کړې او د ایران له خوا د هرمز حیاتي تنګي تړل کېدل سبب شوې؛ هغه موضوع چې وروسته ئې د انرژۍ نړیوال بحران رامنځته کړی، داسې بحران چې له جګړې وړاندې اصلاً موجود نه و او دغه حیاتي اوبلاره هم په بشپړ ډول خلاصه وه.
کله چې ټرمپ د روان کال د فرورۍ په ۲۸ پر ایران برید پیل کړ، هغه د دې پوځي عملیاتو موخې مشخصې کړې؛ داسې عملیات چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو د هغو د احتمالي اوږدمهاله ستونزو له وېرې ترې ډډه کړې وه، کومه چې اوس ټرمپ خپله پکې راګیر شوی او د وتلو ئې هیڅ لاره نه لري .
تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ د ایران د توغندیو په اړه، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) د یوې پَټې ارزونې په حواله ولیکل؛ «سره له دې چې امریکا او اسرائیلو څو اوونۍ تر ټولو سختې بمبارئ کړې ، خو تهران لا هم د خپلو بالسټیک توغندیو د پام وړ وړتیاوې ساتلي او لږ تر لږه له درو تر شپږو میاشتو پورې د امریکا د سمندري کلابندئ پر وړاندې هم مقاومت کولی شي.
د دې ارزونې په بلې برخې کې راغلي؛ایران له جنګه مخکې د خپلو ګرځنده توغندوي لانچرونو کابو ۷۵ فیصدي برخه او د خپلو توغندیو زېرمې کابو ۷۰ فیصده لا هم ساتلې دي.» دا ارزونه د ټرمپ له ادعا سره، چې ویئلي ئې وو «د دوي(یتني د ایران ) توغندي تقریباً له مینځه تللي او ښائي یوازې ۱۸ یا ۱۹ فیصده پاتې وي ، څرګند توپیر لري.
امریکائي مطبوعات لیکي چې بل لوري ته، د ایران حکومت تر اوسه په خپلې اصلي موخې، یعنې په «بقا» کې بریالی شوی دی. په حقیقت کې امریکا د ایران د پوځي او سیاسي کمزوري کولو لپاره له بمبارئ پرته بل کوم اقدام نه دی کړی، او دمګړئ د حکومت پر ضد د ولسي پاڅون هېڅ نښه نښانه نه لیدل کېږي.
ایران نه یوازې د جګړې د ویجاړیو پر وړاندې مقاومت کړی، بلکې د هرمز تنګي د کنټرول په منظمولو سره ئې چې د نړۍ د تیلو له ۲۰ تر ۲۵ فیصدو پورې برخه دغه حیاتي اوبلارې تېرېږي، د امریکا او متحدینو پر ضد ئې نوې اقتصادي جبهه هم پرانیستې ده.
دغه اقدام د نړۍ په کچه، د امریکا د پټرولو پمپونو پشمول، د انرژۍ بیَې دیرې لوړې کړې دي، او د ایران پر ضد ئې د روان جنګ له شخصي کرکې سره یو ځای د ټرمپ کورني مشکلات لا پسې زیات کړي دي. له همدې امله د حیرانتیا خبره نه ده چې هغه څو څو ځله د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیلولو له خپلو ګواښونو شاتګ کړی دی ؛ که څه هم نوموړي په دې وروستیو کې هغه څه ومنل چې ټولو ته څرګند وو او وې ویل: «اوربند په وینټیلیټر پورې تړلی یعني ( ماتیدونکی دی .
پر دې سربېره،هېڅ قانع کوونکی دلیل نشته چې باور وشي د ایران پر ضد د بریدونو بیا پیل به تر هغو لاسته راوړنې زیاتې کړي چې په تېرو لسو اوونیو کې مو ولیدلې، بلکې ممکنه ده په دغې جبئ کې ټرمپ او ورسره خپل ټيم دومره ډوب شي، چې ورڅخه ژغوریدا به ورته ناممکنه وي.